کورپاڼه / خبرونه / کریم جنت د بنګله دېش غوره لیګ له کومیلا ویکټورینز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

کریم جنت د بنګله دېش غوره لیګ له کومیلا ویکټورینز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

د افغانستان کرکټ لوبډلې الراونډر لوبغاړی کریم جنت هم د بنګله دېش غوره لیګ اتم پړاو سیالیو لپاره د کومیلا ویکټورینز لوبډلې واخیست.

دا په داسې حال کې ده چې د سریلانکا کرکټ بورډ خپلو نهو لوبغاړو ته اجازه ور نکړه، چې د بنګله دېش غوره لیګ کې ولوبېږي، نو بنګله دېش کرکټ بورډ لوبډلو ته د سکواډونو پوره کولو اجازه ورکړه.

له هغې ډلې کومیلا ویکټورینز له افغان لوبغاړي کریم جنت او کیمرون ډیلپورټ سره تړون وکړ او دوی به له فاف ډوپلیسي، معین علي، سنیل ناراین، کوسل مینډیس او مستفیض الرحمن سره یوځای ولوبېږي.

له دې وړاندې بنګله دېش غوره لیګ اتم پړاو سیالیو قیس احمد، نجیب الله ځدراڼ، محمد شهزاد او فضل الحق فاروقي ډاکه سټارز لوبډلې او نوین الحق د کولنا او مجیب الرحمن د باریسال له لورې اخیستل شوي و.

د ویلو ده چې د بنګله دېش غوره لیګ د شپږو لوبډلو ترمنځ د جنورۍ په ۲۱مه پیلېږي او د فبرورۍ په ۱۸مه پای ته رسېږي، چې ګټونکي لوبډلې ته به ۱۰ میلونه او رنر اپ ته به ۵ میلونه روپۍ جایزه ورکوي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …