کورپاڼه / خپلواک / ملایکه اروړه او ارجن کپور سره لارې بېلې کړې

ملایکه اروړه او ارجن کپور سره لارې بېلې کړې

د بالیووډ مشهورې جوړې ملایکه اروړه او ارجن کپور له څلور کلنو نږدې اړیکو وروسته له یو بل سره لارې بېلې کړې او اړیکې یې ختمې کړې.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دې جوړې ته نږدې یوې سرچینې ویلي چې:((له تېرو شپږو ورځو راهیسې ملایکه اروړه لعه خپل کور څخه نه ده وتلې، هغه بېخي یوازې ده. هغه ډیره غمجنه ده او پریکړه یې کړې چې یوازې وي.))

سرچینې ویلي چې ارجن کپور په دې ورځو کې یو ځل هم د ملایکې لېدو ته نه دی راغلی، ارجن درې ورځې وړاندې د خپلې خور ریا کپور په کور کې د ډوډۍ خوړلو پرمهال لیدل شوی و، خو دا چې د ریا کور د ملایکې کور ته ډېر نږدې دی، خو ارجن یې بیاهم لېدو ته رانغی.

هندي رسنۍ وايي، چې، ملایکه د عادت له مخې له ارجن کپور سره د هغه د کورنۍ په مېلمستيا کې ګډون کوي، خو دا ځل ورسره نه دی لېدل شوې او له دې داسې بریښي چې د دوی څه ستونزه رامنځته شوې ده او دواړو تر اوسه د دا ډول خبرونه په تړاو څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې د بالیووډ اداکارې او موډلې ملایکه اروړه په ۱۹۹۸ کال کې له اداکار او فلم جوړونکي ارباز خان سره واده کړی و، دوی په ۲۰۰۲ کال کې یو زوی ارحان خان نړۍ ته راوړ او له ۱۹ کلنه ګډ ژوند وروسته په ۲۰۱۷ کال کې سره بېل شول، له هغې وروسته ملایکې ارجن کپور سره اړیکې ټینګې کړې او ویل کېدل چې دوی به ژر واده هم وکړي.

دا هم ولولئ

پاکستان ثقلین مشتاق له روزنې لېرې کړ

د پاکستان کرکټ بورډ یو ځل بیا له داخلي روزونکي زړه موړی شو او ثقلین …