کورپاڼه / روغتيا / د کېنو پوستکی هم دومره ګټې لري چې حیران به مو کړي

د کېنو پوستکی هم دومره ګټې لري چې حیران به مو کړي

د کېنو له پوستکي ډېرې زیاتې ګټې ترلاسه کولی شئ، ځکه چې د کېنو پوستکی په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه ویټامین سي، فایبر، ویټامین بي ۶، کلسیم، ویټامین ای، فولک اسید او د پولي فینول په نوم غذایي توکي لري، چې د زړه او معدې د ناروغانو لپاره بېخې ګټور تمامېږي.

د کېنو پوستکي کې د پولي فینول موجودیت یې د همیشنۍ روغتیا په ښه والي کې مهم رول لري او د مختلفو ناروغیو لکه د شکر د دویم ډول ناروغي، چاغښت، د حافظې یا د هېرولو د ناروغۍ سربېره د ځینو نورو په درملنه کې ګټور تمامېږي.

روغتیایي کارپوهانو وایي، کولی شي چې د کېنو پوستکي په وړو وړو ټوټو وویشئ او و یې خورئ، دغه راز د سلاد په ډول یې هم استعمالولی شئ او د شربت په ډول ورځنې هم ګټه اخیستلی شئ، خو که په لومړي ځل یې استعمالوئ نو احتیاط ورسره وکړئ.

لومړی به د کېنو پوستکی راواخلئ، پرې به یې کړئ، بیابه یې وچ کړئ او له وچ پوستکي به یې چای تیار کړئ. که چېرته د جامو له بد بویۍ سره مخ یئ، نو د کېنو پوستکي راواخلئ، وچ یې کړئ او بیا یې د جامو په المارۍ کې کېږدئ.

د کېنو پوستکي به په اوبو کې وایشوئ او بیابه دغه اوبه له هغه اوبو سره ګډ کړئ، چې غواړئ پرې ولامبي، وروسته له لامبلو به مو بدن ښه بوی پیدا کړي او پوستکی به مو تازه شي.

که مو غاښونه ناولي یا چټل وي، نو د کېنو پوستکی یې د خپل تېزابیت په سبب پیدا کولی شي. که د کېنو پوستکی پر پوستکي ووهل شي، نو تاسې ته به کومه ماشه یا کومه بله حشره در نږدې نه شي.

د کېنو پوستکي راواخلئ، په سرکه کې یې لانده کړئ او پخپلو داغونو یې ووهئ، نو داغونه به مو له منځه ولاړ شي. د کېنو پوستکی به لومړی وچ کړئ او بیابه یې میده او پوډر به ترې جوړ کړئ، بیابه دا پوډر له شاتو سره ګډ کړئ او پر مخ به یې ووهئ، نو مخ به مو ښکلی شي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …