کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نن په بیګ باش کې راشد خان تباهي وکړه

نن په بیګ باش کې راشد خان تباهي وکړه

نن په بیګ باش لیګ کې مجیب الرحمن ۴ اورونو کې یوه ویکټ ترلاسه کړه او ۲۸ منډې یې ورکړې او راشد خان بیا تر ټولو ښه توپ اچونه ورکړه، هغه ۴ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او ۶ ویکټې یې ترلاسه کړې او لوبه یې هم وګټله.

د بیګ باش لیګ ۴۶مه لوبه د بریسبین هیټ او اډلیډ سټرایکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې اډلیډ پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

اډلیډ سټرایکرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې وکړې، د دوی له لورې جیک ویټرلیډ ۳۵ او میتیو شارټ ۲۷ زیاتې منډې وکړې.

بریسبین هیټ له لورې ویل پریستوګ غوره توپ اچونه وکړه، هغه دوه لوبغاړي وسوځول او ورسره څنګ کې مجیب الرحمن او میتیو کوهنمن یوه-یوه

بریسبین هیټ د ۱۶۲ منډو هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۹۰ منډې وکړې او په ۷۱ منډو یې ماتې وخوړه.

د دوی له لورې بین ډکیټ ۲۴ زیاتې منډې وکړې. د اډلیډ سټرایکرز لخوا راشد خان ۶، میتیو شارټ ۲ او هیري ټورنیټن یوع ویکټ ترلاسه کړه. راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …