کورپاڼه / هنر او کلتور / پاکستانۍ اداکاره وايي د هډوکو او سینې په درد اخته شوې
متیرا

پاکستانۍ اداکاره وايي د هډوکو او سینې په درد اخته شوې

مشهوره پاکستانۍ ممثله، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه متیرا وايي، چې هغه له څو ورځو راهیسې ناروغه ده او هډوکي او سینې یې سخت دردونه کوي.

نوموړې د ټولنیزو رسنیو په مشهور اپلیکیشن انسټاګرام کې د خپلې ناروغۍ په اړه پوسټونه کړي دي او له مینه والو څخه یې غوښتنه کړې ده چې د هغې د روغتیا لپاره دعا وکړي.

متیرا د خپل انسټاګرام په سټوري کې ځینې عکسونه خپاره کړي دي چې خپل مینه وال یې د خپلې ناروغۍ څخه خبر کړي دي. په یو عکس کې هغې د خپل لاس عکس خپور کړی او لیکلي یې دي چې هغه ناروغه ده.

په بل عکس کې بیا هغې معلومات ورکړي دي او ویلي یې دي، چې ټول بدن او سینې یې دردونه کوي. همدا راز په یو بل پوسټ کې یې بیا له مینه والو څخه د دعا غوښتنه کړې او دا یې هم ورته لیکلي دي چې هغې ته دې پېغامونه ورولېږي.

د یادولو وړ ده چې متیرا پاکستانۍ موډله او ممثله ده، چې په انګلستان کې ژوند کوي، خو پاکستان ته هم د پروګرامونو لپاره ډېره ځي، هغه په دې وروستیو کې په خپل بدن کې ډېر بدلون هم راوستی دی.

دا هم ولولئ

((پریانکا تل د زیاتو اولادونو غوښتونکې وه))

د بالیووډ نړۍ د مشهورې اداکارې پریانکا چوپړا د تره لور میرا چوپړا وایي، چې …