کورپاڼه / بېلا بېل / د ۲۰۲۲ کال تر ټولو قوي او کمزوری پاسپورټ د کوم هېواد دی؟

د ۲۰۲۲ کال تر ټولو قوي او کمزوری پاسپورټ د کوم هېواد دی؟

د پاسپورټونو نړیواله درجه بندي اعلان شوه، چې جاپان او سینګاپور پکې لومړی مقام خپل کړی او افغانستان پکې ۱۱۱م مقام خپل کړی دی.

د (هینلي پاسپورټ انډیکس) له خوا چمتو شوي دې نړیواله درجه بندي کې د هر هېواد پاسپورټ درجه په دې ډول ورکول شوې ده، چې د کوم هېواد خلک څومره هېوادونو ته پرته له وېزې سفر کولی شي.

د جاپان او سینګاپور خلک کولی چې ۱۹۲ هېوادونو ته پرته له ویزې د سفر اجازه ولري، په دې نوملړ کې دویم مقام د المان او سویلي کوریا دی، چې ۱۹۰ هېوادونو ته د منلو وړ دی.

د افغانستان پاسپورټ ۱۱۱م یعنې وروسته مقام لري، چې ۲۷ هېوادونه ته پرته له ویزې سفر کولی شي او د پاکستان پاسپورټ ۱۰۸م مقام لري او ۳۱ هېوادونو ته پرته له ویزې سفر کولی شي.

فنلېنډ، لیګزمبرګ، هسپانیه، ایټالیا پاسپورټ ۱۸۹ هېوادونو ته د منلو وړ دی، همدا راز سویس، هالېنډ، سویډن فرانسې او ډنمارک پاسپورټ ۱۸۸ هېوادونو ته پرې سفر کېدلی شي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …