کورپاڼه / روغتيا / ماشوم ته شېدې ور کول میندې د زړه ناروغۍ څخه ساتي

ماشوم ته شېدې ور کول میندې د زړه ناروغۍ څخه ساتي

هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته شېدې ورکوي، هغوی ته ښه خبر دا دی چې په دې ډول زیاتې ګټې ترلاسه کوي او ترڅنګ یې د زړه ناروغۍ او فلج څخه خوندي پاتې کېږي.

د امریکا د زړه ټولنې په خپله څېړنیزه مجله کې ویلي، چې دوی د امیندوارۍ، ماشوم زېږون او میندو د ناروغیو په اړه څېړنه کړې او موندلې یې ده، چې د مور شیدې له یوې خوا د ماشوم لپاره ډېرې ګټورې وي او له بلې خوا میندې د زړه له ناروغیو، د وینې فشار، شکرې او فلج څخه خوندي ساتي.

د روغتیا نړیوال اداره وایي، ماشوم ته شېدې ور کول په منظم ډول ماشومان د تنفسي ناروغیو، مړینې او نورو انتانونو څخه ژغوري او پخپله مور ته هم ګټه رسوي او د سینې سرطان په ګډون د مختلفو سرطانونو څخه یې ژغوري.

ډاکټران ټینګار کوي چې میندې دې لږ تر لږ تر یوه کاله پورې خپلو ماشومانو ته د شېدو ور کول عادت وګرځوي او که دا موده زیاته شي نو ګټې یې نورې هم زیاتېږي.

څېړونکو له ټولو میندو څخه غوښتنه کړژ چې د خپل ځان او خپل ماشوم روغتیا لپاره د ماشوم ته د شیدو ور کولو عمل ته دې دوام ورکړي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …