کورپاڼه / اسلام / د نبوت له اعلان څو ورځې وروسته نبي کریم صلی الله علیه وسلم د شپې د مکې له یوې کوڅې تېرېده….

د نبوت له اعلان څو ورځې وروسته نبي کریم صلی الله علیه وسلم د شپې د مکې له یوې کوڅې تېرېده….

د نبوت له اعلان څو ورځې وروسته نبي کریم صلی الله علیه وسلم د شپې د مکې له یوې کوڅې تېرېده، چې له یوه کور څخه یې ړ ژړا غږ واورېده. د ژړا غږ دومره دردمن و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بې اختیاره کورته ور دننه شو.

ویې لېدل چې یو ځوان، چې حبشي ښکارېده، ژرنده چلوي او په زوره، زوره ژاړي، رسول الله ورڅخه پوښتنه وکړه چې ولې ژاړې، نو هغه ورته وویل زه یو غلام یم او ټوله ورځ د مالک اوزې څروم، ماښام چې کله ستړی راشم، نو مالک مې یوه بوجۍ غنم راکړي چې دا اوړه کړه، چې بیا ټوله شپه پرې تېروم، نو له خپل قسمت څخه ژاړم، زه هم یو انسان یم، زما بدن آرام ته اړتیا لري.

خوب راځي خو مالک هیڅ رحم راباندې نه کوي، آیا زما به ټول ژوند همداسې په ژړا تېرېږي؟ رسول الله ورته وفرمایل چې زه خو ستا مالک ته په ویلو سره ستا کار نشم کولی خو دومره کولی شم چې ته وېده شه، زه غنم اوړه کوم.

غلام ډېره خوشحاله شو، مننه یې وکړه او وېده شوه. رسول الله د هغه پرځای غنم اوړه کوله، کله چې غنم خلاص شول نو پرته له دې چې هغه خبر کړي ترې. دویم ورځ بیا راغی هغه یې وېده کړ او خپله یې غنم اوړه کول. دریم ورځ هم داسې وشول او څلور بیا رسول الله راغی خو دا وخت ترې غلام پوښتنه وکړه چې ته څوک یې او ولې پر ما دومره پام کوې؟

رسول الله ورته وفرمایل چې دا هر څه د انساني همدردۍ په سبب کوم. غلام ورته وویل تاسو څوک یئ؟ رسول الله ورته وفرمایل چې آیا پوهېږې چې په مکه کې یو شخص د نبوت دعوه کړې. علام وویل، اورېدلي مې دي چې یو شخص چې محمد نومېږي ځانته د الله رسول وایي.

رسول الله ورته وفرمایل چې زه هماغه محمد یم، غلام ورته وویل چې که چېرته ته هماغه رسول یې نو کلمه دې راته ووایه ځکه چې دومره مهربانه او رحم دله یوازې رسول کېدلی شي. دغه غلام په اسلامي نړۍ کې د حضرت بلال په نوم سره یادېږي.

دا هم ولولئ

دويم واده

که د واده په لومړۍ شپه کور والی ونه شي، نو په بله ورځ ډوډۍ ورکول جایز دي او که نه؟

که چېرته د واده په لومړۍ شپه باندې کور والی ونه شي، نو ایا د …