کورپاڼه / جالب / په هند کې د محلي حکومت یو نوماند ته خپلې کورنۍ هم رایه نه ده ورکړې

په هند کې د محلي حکومت یو نوماند ته خپلې کورنۍ هم رایه نه ده ورکړې

د هند په ګجرات ایالت کې د محلي حکومت په انتخاباتو کې یوه کاندید یوازې یوه رایه ترلاسه کړې او هغه رایه یې هم خپله وه.

له دې شرمونکې ماتې سره سره بیاهم د دې نوماند په اړه په نړیوالو رسنیو کې راپورونه خپرېږي. د هندي رسنیو په وینا، د سنتوش هیلپتي په نوم د کاندید کورنۍ لسګونه غړي د رایې ورکولو وړ وو، خو نوموړي یوازې یوه رایه ترلاسه کړې او هغه یې هم خپله وه.

سنتوش د هند په لویدیځ ګجرات ایالت کې د ویلساد ولسوالۍ د ویپي ښارګوټي د چاروالا په نوم کلي د مشرۍ چوکۍ لپاره ټاکنو ته نوماند و.

که څه هم هغه پوهیده چې هغه به یاده چوکۍ ونه ګټي، خو هغه دا تمه نه درلوده چې یوازې یوه رایه به یوسي، او هغه هم خپله رایه.

د منځني عمر لرونکی سنتوش د رایو د شمېرنې پر مهال ژړل. هغه زياته کړه، چې په کور کې يې ١٢ کسان د رايې ورکولو په شرايطو برابر وو، خو په هغوی کې يوه هم ورته رايه نه ده کارولې.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …