کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د فرانسې حکومت یو بل جومات هم د مسلمانانو پرمخ وتاړه

د فرانسې حکومت یو بل جومات هم د مسلمانانو پرمخ وتاړه

د فرانسې په کین ښار کې یو جومات د دې له امله وتړل شو، چې د یهودانو پر ضد به یې څرګندونې کولې. په فرانسه کې ۷۰ جوماتونه د بنسټپالو په ډله کې شامل دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ درمنین وایي، په کین کې یو جومات د یهودانو پر ضد د بیاناتو ور کولو له امله تړل شوی او د جومات منتظمینو د حکومت لخوا د منع شويو دوو سازمانونو له ملاتړ هم سرغړونه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې دوه اونۍ وړاندې د پاريس په شمالي برخه کې د جومات امام د افراطي خطبې له امله د شپږو مياشتو لپاره تړل شوى و.

د فرانسې ځايي ښاروال د حکومت ادارې په دې کار، چې جومات یې په غیر عادلانه توګه تړلی، سخت غوسه دی

د ویلو ده چې په فرانسه کې د جوماتونو او لمونځ ځایونو ټولټال شمېر ۲۶۲۳ دی، خو له ۲۰۲۰ کال راهیسې په دغه هېواد کې د مسلمانانو پر وړاندې ستونزې ډېرې شوي دي.

دا هم ولولئ

اوس به د سعودي ښځې تېز سرعته اورګاډی هم چلوي

د سعودي عربستان ښځې به ډېر ژر د مکې او مدینې د سپېڅلو ښارونو ترمنځ …