خپلواک وېبپاڼه (٢٢ دسمبر ٢٠١٩): د بيګ باش تجارتي سياليو په لړ کې نن هم د قېس احمد لوبډلې لوبه ترسره کړه، چې قېس احمد هم پکې ١ ويکټ ترلاسه کړه، خو د هغه لوبډلې ماته وخوړه.
نن د بيګ باش تجارتي ليګ لومړۍ لوبه د ميلبورن سټارز او هوبارټ هوريکنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه ميلبورن سټارز لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
ميلبورن سټارز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې مارکوس سټوينيس ٨١ ناسوځېدلې، نيک مېډينسن ٤٠ او بين ډنک ١٩ منډې وکړې.
د هوبارټ هوريکنز له لوري رېلي ميريډټ ٣ او قېس احمد په ٤ اورونو کې د ٣٤ منډو په بدل کې ١ ويکټ ترلاسه کړه.
د ١٦٤ منډو هدف په تعقيب کې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې توپوهونکي په بشپړ ډول ناکامه شو، چې په ١٦ اورونو کې ټول لوبغاړي وسوځېدل او ١١١ منډې يې وکړې، د ميلبورن سټارز لوبډلې په ٥٢ منډو بريا خپله کړه.
د هوبارټ هوريکنز له لوري کليو روز ٣٢ ناسوځېدلې کالب جيول ٢٥ منډې وکړې. د ميلبورن سټارز له لوري حارث روف په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٥ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ګلين ميکسويل او اډم زمپا هم ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه حارث روف ته ورکړل شوه، چې په ٤ اورونو کې يې د ٢٧ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي سوځولي و.
د يادولو ده چې تر دې مخکې په تېره لوبه کې قېس احمد په زړه پورې توپ اچونه کړې وه، هغه په ٤ اورونو کې ١٢ منډې ورکړې وې او ٤ لوبغاړي يې سوځولي و، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړې وه.