کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سویلي افریقا د هند پر وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې په نهه ویکټو ۲۰۶ منډو ته اړتیا لري

سویلي افریقا د هند پر وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې په نهه ویکټو ۲۰۶ منډو ته اړتیا لري

د هند او سویلي افریقا ترمنځ د دریو ټیسټ لوبو په دریمه او وروستۍ لوبه کې د دویمې ورځې تر پایه هند په دویمه پاڼۍ د دوه ویکټو په سوځېدو ټولې ۷۰ منډې لري.

دا لوبه د سویلي افریقا په کوربتوب په کیپ ټاون کې روانه ده، د لوبې په پیل کې هند لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۷۷.۳ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۲۳ منډې یې وکړې. د دوی ویرات کوهلي ۷۹ او چیتشور پوجارا ۴۳ زیاتې منډې وکړې. د سویلي افریقا لخوا کاګیسو رباډا ۴، مارکو جانسن ۳، ډوین اولیور، لانګي نیګډي او کیشو مهاراج ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

سویلي افریقا د هند ۲۲۳ منډو په ځواب کې ۷۶.۳ اورونه ولوبول، ټولې ویکټې یې له لاسه ورکړې، ۲۱۰ منډې یې وکړې او ۱۳ منډې باقي شو. د دوی له لورې کیګسن پیټرسن ۷۲ او تمبا بواما ۲۸ زیاتې منډې وکړې. د هند لپاره جسپریټ بومرا ۵، اومیش یادیو او محمد شامي ۲-۲ او شردل ټاکور ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

هند لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د دویمې ورځې تر پایه ۱۷ اورونه ولوبول، دوه ویکټې یې له لاسه ورکړي دي، چې ویرات کوهلي په ۱۴ او چیتشور پوجارا په ۹ ناسوځېدلو منډو ولاړ دی.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …