کورپاڼه / جالب / هغه مسلمانه قبیله چې د ښځو پرځای یې نارینه پرده کوي او نورې جالبې ځانګړتیاوې هم لري

هغه مسلمانه قبیله چې د ښځو پرځای یې نارینه پرده کوي او نورې جالبې ځانګړتیاوې هم لري

په اوسني دور کې نړۍ په حقیقت کې د یوه نړیوال کلي حیث خپل کړی، دودونه او کلتورونه سره یوځای کړي. خو د ځمکې پر مخ ځینې داسې اوسیدونکي هم شته چې له خپلو عقایدو او دودونو سره ډېر حساس دي او له پېړیو راهیسې یې له کوم بدلون پرته پالي.

همداسې یو قوم د افریقا په په شګلنه دښته کې له پیړیو راهیسې ژوند کوي، چیرته چې میرمنې د واده دمخه له هر سړي سره اړیکې نېولی شي او دا د شمالي افریقا په هیوادونو مالي، ناجیریا، لیبیا، الجزایر کې د توریګ په نوم یوه قبیله ده، چې شاوخوا دوه میلیونه نفوس لري.

دا يوه مسلمانه قبيله ده خو د نورو مسلمانو قبيلو برعکس د دې قبيلې ښځې دومره ازادي لري، چې له چادرۍ او پردې پرته ژوند کولى شي او له واده مخکې له هر نارينه سره اړيکې لرلاى شي.

د توریګ قبیلې بله ځانګړتیا دا ده چې ښځې یې خو په بشپړه توګه آزادې دي، خو نارینه یې باید د پردې تر شا ژوند وکړي. دوی باید خپل مخونه د برقعې په څیر پټ کړي او د دې قبیلې عکسونه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ کال واخیستل شول.

هغه وخت له سړیو یې پوښتنه وشوه چې ولې پرده کوي؟ هغوی وویل، چې د دې قبيلې ښځې ښايسته دي، نو ځکه غواړي چې تل ښایسته مخونه وویني. د یادې قبیلې ښځې له هر سړي سره له واده وړاندې اړیکې لرلی شي.

خو په شرط په تیاره کې نارینه ورشي او د رڼا تر خپرېدو ترې لېرې لاړ شي او د قبیلې ښځې په خپله خوښه ودونه کوي او بله جالبه یې دا چې ښځې یې سړي طلاقوي او له طلاق وروسته د ښځې کورنۍ مجلس برابروي او کله چې نارینه بالغ شي نو پرده به کوي او د ښځو تر مخ به ډوډۍ نه خوري.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …