کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / جالبه؛ پرته کامرې ځیرک موبایل معرفي شو

جالبه؛ پرته کامرې ځیرک موبایل معرفي شو

یوه ورځ وړاندې ون پلس ټین پرو خپل فلیګ شپ ځیرګ موبایل د عالي ځانګړتیاو په درلودلو سره معرفي کړ.

که څه هم ون پلس ټین پرو د یو شمیر پرمختګونو او بدلونونو سره راغی، خو د بانکو په نوم شرکت په خپل موبایل کې یو ځانګړی خصوصیت رامنځته کړی، چې له امله یې له نورو ځیرکو موبایلونو څخه جلا کوي.

دا ځیرک موبایل، چې د بانکو وي ۸۰ ایس نومېږي، د کاروونکو د محرمیت د ساتنې لپاره کامرې او جي پي ایس ریسیور نلري. سکرین یې ۶.۵ انچه دی او بیټري یې ۵۰۰۰ ایم ای ایچ ده.

د حیرانتیا خبره دا ده چې دا موبایل د (واټر ډراپ نوچ) ځانګړتیا هم لري، چې فعالیت یې لاهم ندی معلوم او شرکت وایي چې له دې موبایل څخه په فور جي شبکه زنګ وهل کېدلی شي.

د موبایل تر شا د فنګر پرنټ سکینر هم لري، عملیاتي سیستم یې اندراید ۱۱ دی، درې او څلور جي بي ریم او ۳۲ او ۶۴ جي بي حافظه هم لري او میموري کارډ هم خوري.

دا هم ولولئ

نوکیا زوړ ماډل موبایل په نوي بڼه خرڅلاو ته وړاندې کړ

د نوکیا موبایلونو شرکت یو بل پخوانی موبایل نوې بڼې ته اړولی. له دې وړاندې …