کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ناسا په مریخ کې له ستونزو سره مخ شوه

ناسا په مریخ کې له ستونزو سره مخ شوه

د ناسا فضایي بېړۍ (روور) په مریخ کې د یوې ډبرې نمونې د ترلاسه کولو پرمهال هغه وخت له ستونزې سره مخ شوه، کله چې د ډبرو راټولولو پر وخت پکې تیږه ونښته او دا پروسه یې اغېزمنه کړه.

د ناسا روور د ۲۰۲۱ فبرورۍ راهیسې په مریخ کې دی او ورو ورو هلته له موجودو کندو څخه د ډبرو نمونې راټولوي. د یادې فضایۍ بېړۍ ټیم په یو ټویټ کې ویلي، چې دوی د شپږم ځل لپاره هم د ډبرو نمونه ترسره کړه، خو ستونزه لرو هغه چې زموږ روبوټک ماشین د نمونې راټولولو څخه منع کېږي.

روور د دسمبر په ۲۹مه نمونه ترلاسه کړه، خو ټیوب ته یې لیږد ناکام شو او د جنورۍ په ۷مه ناسا وموندله چې هلته یې یوه کوچنۍ ډبره موانع ګرځېدلې.

د امریکا فضایي اداره اوس د یادې نمونې د لیرې کولو لپاره کار کوي، خو دا چې مریخ اوس مهال له نړۍ تر ټولو لیرې نقطه ده، یعنې ۲۱۵ میلیونه کیلومتره واټن لري، نو ښایي دا چاره یو څه وځنډول شي.

له بده مرغه چې ټیوب ته د ډبرې نمونې لیږدولو پروسه لکه څنګه چې تمه کیده پرمخ لاړه، خو د لیږد پروسې په جریان کې یوه ستونزه ولیدل شوه، چې اوس یې ناسا د لامل په لټه کې ده.

دا هم ولولئ

د سپوږمۍ سطحه له څه شي جوړه شوې ده؟

یوې نوې څیړنې موندلې چې سپوږمۍ د سطحې طبقه د نیمه اوبه شوې یا ویلي …