کورپاڼه / جالب / مصر کې یوه ښوونکې د نڅا له امله له دندې ګوښه او خاوند یې هم طلاق کړ

مصر کې یوه ښوونکې د نڅا له امله له دندې ګوښه او خاوند یې هم طلاق کړ

په مصر کې یوه خاوند له دې امله طلاق کړې، چې د بیلي په نوم نڅا یې کوله او بله تاوان یې دا وکړ، چې دا میرمن ښوونکې وه او اړوند ادارې هم له دندې ګوښه کړ.

د يو بهرني خبري اژانس له مخې د مصر د يو ښوونځي ښوونکې په مراسمو کې د بيلي نڅا ترسره کړه، که څه هم هغې لنډې جامې نه وې اغوستې او بدن یې هم پټ و، خو د هغې اجازې پرته چا ترې ویډیو کړې وه او ټولنیزه رسنۍ ته یې پورته کړې وه.

په ټولنیزه رسنۍ د دغه ويډيو له پورته کيدو سره سم د لومړني ښوونځۍ دغه ښوونکي تر سختو نيوکو لاندې راغله او کله چې دغه ويډيو د هغې خاوند ته ورسېده، نو هغه خپلې میرمنې ایرا يوسف ته طلاق ورکړ او ښوونځۍ هم له دندې ګوښه کړه.

ایرا یوسف خبریالانو ته ویلي، یو نامعلوم کس زما د بدنامولو هڅه وکړه او زما له اجازې پرته یې ویډیو اپلوډ کړه او ژوند یې را تباه کړ، خو داسې یې نه پرېږدم، زه یې پر وړاندې قانوني لاره غوره کوم.

له بلې خوا دغه ښځه په ټولنیزو رسنیو کې هم له نیوکو سره مخ شوه. یو شخص لیکلي، ښوونکی باید مثالي رول ولوبوي خو دې کار یې بد مثال جوړ کړ. له هغې وروسته ښوونځي ایرا یوسف دندې ته راوبلله او هغې هم د خوښې اظهار وکړ.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …