کورپاڼه / خبرونه / پرونۍ لوبه کې د راشد خان ۴ ریکارډونه
راشد خان

پرونۍ لوبه کې د راشد خان ۴ ریکارډونه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان پرون د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې ډېره زبردسته او تاریخي لوبه ترسره کړه، چې ۶ ویکټې یې ترلاسه کړې او ۴ ریکارډونه یې خپل کړل.

د بیګ باش لیګ ۴۶مه لوبه پرون د اډیلیډ سټرایکرز او بریسبین هیټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سټرایکرز د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې کړې وې او په ځواب کې د بریسبین هیټ ټوله لوبډله په ۹۰ منډو وسوځول شوه چې د ۷۱ منډو په ستر توپیر سټرایکرز بریا خپله کړه.

راشد خان په دغه لوبه کې په بیګ باش کې د خپل کیریر تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه چې د ۱۷ منډو په بدل کې یې ۶ لوبغاړي وسوځول.

دا کارنامه راشد خان په خپله ۳۰۰مه شل اوریزه لوبه کې ترسره کړه او د بیګ باش لیګ په تاریخ کې یې دریمه غوره توپ اچونه ترسره کړه. لسیت ملینګا په بیګ باش کې د ۷ منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي سوځولي و چې هغه لومړی مقام لري.

د راشد خان په ۴ اورونو کې د ۶ پر ځای ۷ لوبغاړي وسوځېدل، چې ۱ لوبغاړی د منډې پر مهال وسوځېده، که څه هم راشد خان هېټریک ترلاسه نه کړ، خو د هغه په پرلپسې ۳ توپونو باندې هېټریک ترسره شو، یعنې د لوبډلې هېټریک، ځکه یو لوبغاړی د منډې پر مهال سوځېدلی و.

په دغه لوبه کې بیا د مخالفې لوبډلې پنځه لوبغاړي په صفر وسوځېدل، هغه لوبغاړي سام هیزلیټ، جیک لهمن، ویل بریستویج، مجیب الرحمان او لیام ګوتري ول.

همدا راز په دغه لوبه کې مجیب الرحمان په لومړي اننګز کې راشد خان سوځولی و او په دویمه اننګز کې بیا راشد خان بېرته مجیب الرحمان وسوځاوه.

په دغه لوبه کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره راشد خان د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه. همدا راز راشد خان لومړنی توپ اچونکی شو چې په روان لیګ کې یې تر اوسه پورې تر ټولو زیاتې ۲۰ ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …