کورپاڼه / جالب / دوه هغه غبرګونې خویندې چې له یو بل نیم ساعت هم نشي بېلېدلی او یو انډیوال هم لري

دوه هغه غبرګونې خویندې چې له یو بل نیم ساعت هم نشي بېلېدلی او یو انډیوال هم لري

په دې کې شک نشته چې د دوو وروڼو او خویندو ترمنځ مینه تلپاتې وي، خو نن به درته د دې مینې هغه حد وښیو چې سترګې او خوله به مو له حیرانۍ خلاصه پاتې شي.

د ایمي او بیکي ګلاس په نوم دا غبرګونې خویندې دي د امریکا په لاس انجلس کې ژوند کوي او په انټرنیټ کې خورا مشهور دي او د شهرت دلیل یې دا دی چې دوی دواړه له یو بل سره ډیره مینه لري.

د ۲۰۱۴ کال د یوه راپور له مخې، چې په میرر وېبپاڼه کې خپور شو، دواړه خویندې اوس ۵۳ کلنې دي، خو دواړه د خپل فټنس په اړه دومره پاملرنه کوي، چې څوک یې په لیدلو سره نه شي ویلای چې دوی دومره عمر لري او حیرانوونکې یې دا چې دواړه نیم ساعت هم له یو بل پرته ژوند نشي کولی.

د نورو غبرګون په څیر دواړه یو بل سره دومره مینه لري چې دوی یو شان جامې اغوندي، په یو دفتر کې کار کوي او خورا د حیرانتیا وړ خو دا ده چې دواړه یو وخت یو هلک سره مینه هم لري.

دواړه خپل خواړه ته ځانګړې پاملرنه کوي ترڅو د دواړه وزن یو ډول وي. له رسنیو سرع په خبرو کې غبرګونو خویندو ویلي، چې دوی دوه بدنونه دي خو ژوند یې یو دی او حتی هغه وخت هم یوځای وي چې انډیوال سره په چکر ځي.

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …