کورپاڼه / کرکټ / له مکسویل وروسته میچل سټارک هم پاکستان ته د لوبو په موخه نه ځي

له مکسویل وروسته میچل سټارک هم پاکستان ته د لوبو په موخه نه ځي

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې چټک توپ اچونکی میچل سټارک هم پاکستان ته د لوبو لپاره نه ځي. هغه تر اوسه هلته د تګ لپاره زړه نه دی ښه کړی.

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د الراونډر لوبغاړي کین مکسویل وروسته میچل سټارک هم د پاکستان دوره کې د تګ لپاره خپل کرکټ بورډ ته سم ځواب نه دی ور کړي او داسې ښکاري چې نوموړی به له خپلې لوبډلې سره په دې سفر کې نه وي.

یو دیرش کلن چټک توپ اچونکي میچل سټارک تر اوسه په دې تړاو رسمي څه نه دي ویلي، خو د اسټرالیا کرکټ بورډ وایي چې ځینې لوبغاړي پاکستان ته د لوبو لپاره نه ځي.

او کله چې میچل سټارک د ایشیز لوبلړۍ له وروستۍ لوبې وړاندې له رسنیو سره خبرې کولې، نو پاکستان ته د تګ په اړه د پوښتنې ځواب یې ور نکړ، بلکې خبره یې واړوله.

نوموړي ویلي، چې زما په فکر زموږ لوبغاړي په دې اړه فکر کولو ته پرېږدئ، چې په دې اوونۍ کې زموږ وروستۍ لوبه ده او په دې کې باید ښه لوبه وشي او له هغې وروسته به بیا ګورو.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …