کورپاڼه / جالب / سعودي عربستان د اوښانو لپاره عصري هوټل جوړ کړ

سعودي عربستان د اوښانو لپاره عصري هوټل جوړ کړ

د سعودي عربستان چارواکو د پاچا عبدالعزیز په فیسټول کې، چې د اوښانو د ښکلا سیالۍ دي، د ګډون کوونکو اوښانو لپاره په زړه پورې او د نویو آسانتیا لرونکی عصري هوټل پرانیست.

اوښ د دښتې کښتۍ په نوم یادیږي، ځکه چې دا د نورو حیواناتو په پرتله د دښتو د سختیو په مقابل کې او په لږو اوبو د نورو حیواناتو په پرتله ډیر وخت ژوندی پاتې کیدای شي، له همدې امله اوښ په عربي هیوادونو کې ځانګړی اهمیت لري.

سعودي چارواکو د احتیاطي تدابیرو په نظر کې د نېولو سره د پاچا عبدالعزیز د اوښانو د ښکلا په سیالۍ کې د ګډون کوونکو اوښانو لپاره په پرانیستې فضاء کې عصري هوټل جوړ کړی دی. په دې سیالیو ګټونکي اوښ ته ۶۶.۶ میلونه ډالر جایزه ورکول کېږي.

د راپور له مخې، د اوښانو د اوسیدو لپاره ډیزاین شوی دا عصري هوټل به د هرې شپې له ۱۰۰ ډالرو څخه ډیره کرایه اخلي.

د تاتمان په نوم په ازاد فضاء کې جوړ شوي هوټل کې د اوسېدو پر مهال به میلمنو د اوښانو د ګرمې شيدې هم ور کول کېږي او د اوشانو وېښتان پرې کول او حمام ور کولو په ګډون به نورې اسانتياوې هم ولري او له یخنۍ څخه د اوښانو د ساتنې لپاره ځانګړې ګرمې احاطې هم جوړې شوې دي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …