کورپاڼه / روغتيا / ولې په ژمي کې د عجیب خپګان او مایوسي احساس کوو؟

ولې په ژمي کې د عجیب خپګان او مایوسي احساس کوو؟

ایا کله هم فکر کړی چې د ژمي موسم کې ډېر وخت د عجیب خپګان او مایوسي احساس کوو؟ ولې مو زړه له هر کار موړ وي او حتی تر دې چې د خپلې له کارونو څخه هم ستړي او بې پرواه یو.

دا نښې نښانې د ژور خپګان او تشویش دي چې د کال په هر موسم کې پر موږ حمله کولی شي، خو په ژمي کې یې شدت ډېر وي او هیله من کسان هم د ژمي موسم په سبب اغېزمن وي او دې ته په طب کې (سیزنل ایفیکټو ډس ارډر) وایي او په ژمي کې عادي خبره ده.

موسم زموږ پر طبیعت او روان اغېزې او دا کیفیت په ګرد او باران کې هم پر موږ راتللی شي. څېړنې د دې لامل د لمر وړانګو نه شتون ښیي ځکه چې د لمر وړانګې انسان ته ویټامین ډي ور کوي او ویټامین ډي ذهني فشار کموي.

سربېره پر دې لمر په رواني ډول انسان ته هیله هم ورکوي او د خپګان احساس کموي او بل لامل یې دا دی چې په ژمي کې ټولنیزې چارې او فعالیتونه هم کمېږي او انسان د یوازیتوب احساس کوي.

د یادې ستونزې څخه ژغورنې لپاره فعالیتونع ترسره کول او ورزش کول خورا ګټور وي. که نور څه نه وایي د کور پاکوالی ته لاس په کار شئ، کوټې ته د لمر وړانګې را پرېږدئ، ټولنیزې اړیکې برابرې کړئ او له غوره خوړو څخه ګټه پورته کړئ.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …