کورپاڼه / روغتيا / د رواني روغتیا او سلامتیا لپاره اړینې لارښوونې

د رواني روغتیا او سلامتیا لپاره اړینې لارښوونې

دا مهال د نړۍ یو لوی شمېر نفوس د کورونا په سبب د نویو تغیراتو له امله خپه او اندیښمن دي، چې د کورونا په سبب د اقتصادي ستونزو زیاتوالی، د ورځني ژوند بدلون او ګڼو نورو ستونزو او فشارونو د خلکو ژوند سخت کړی دی.

یوه اداره، چې د رواني روغتیا په اړه کار کوي، په دې تړاو یې مهم لارښوونې کړي، دوی وایي د هرې ورځ لپاره پلان جوړ کړئ، فعاله اوسئ، تفریح وکړئ، له نورو سره اړیکه ونیسئ، مراقبه وکړئ او ښه خوب هدف وګرځوئ.

ورځنۍ چارې زموږ د هویت، پر ځان باور او هدف لپاره اړینې دي، نو اړینه ده چې هره ورځ د قدم وهلو، تفریح، ټولنیزو اړیکو او مراقبې لپاره وخت ځانګړی کړو. همدا راز فعال اوسېدل ذهني فشار کموي نو هڅه وکړئ چې داسې کارونه وکړئ چې ستاسو لپاره غوره وي.

په اوسني حالت کې آرام کول او تمرکز کول د رواني روغتیا په ښه کولو کې مرسته کوي او منفي احساسات کموي. د مراقبت او تنفس تمرینونه هڅه وکړئ، په تدریجي ډول د فشار په وخت کې عضلې نرم کړئ، دا چاره مو آراموي.

له یوازې ځان وساتئ، له خپلوانو، ملګرو یا همکارانو سره اړیکه کې شئ یا هڅه وکړئ چې مراقبه وکړئ، په یو څه فکر وکړئ، خپل خوب ته ځانګړې پاملرنه وکړئ ترڅو په دې ډول خپله روغتیا ښه کړئ.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …