کورپاڼه / کرکټ / حفیظ: د پي ایس اېل پرمهال که څوک کورونا شي نو ټورنمنټ دې نه لغوه کېږي

حفیظ: د پي ایس اېل پرمهال که څوک کورونا شي نو ټورنمنټ دې نه لغوه کېږي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني الراونډر محمد حفیظ ویلي، که د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس اېل) پرمهال څوک په کورونا اخته شي نو باید دغه سیالۍ لغوه نه شي.

د معلوماتو له مخې، محمد حفیظ له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې که زموږ د لوبډلې کوم ملګری یا کوم مثبت راشي نو باید کرنتین شي، د ټورنمنټ لغوه کول ګټه نلري.

هغه د خپلې لوبډلې په اړه وويل چې د لاهور قلندرز څخه د مينه والو توقعات ډېر دي، سږ کال د لاهور قلندرز لوبډله ډېره ښه ده او مینه وال به نه مايوسه کېږي

حفیظ دا هم ویلي، شاهین شاه افریدي ته په لوبډلمشر کېدو نېکې هیلې څرګندوم، که هغه څه ته اړتیا ولري، موږ ټول له هغه سره یو.

محمد حفیظ زیاته کړه چې د لوبډلې په بریا کې چې هر څه ته اړتیا وي، هغه به کوم.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …