کورپاڼه / روغتيا / د هیموګلوبینو کمښت څنګه پوره کړو؟

د هیموګلوبینو کمښت څنګه پوره کړو؟

هیموګلوبین یو له اوسپنې بډایه پروټین دی، چې د وینې په سرو کرویاتو کې شتون لري او په ټول بدن کې د اکسیجن لیږد دنده په غاړه لري.

د اوسپنې کمښت د انسان په بدن کې د غذایي توکو عام حالت دی او د اوسپنې کمښت د هیموګلوبین د لږ تولید مانا لري. د روغتیا پوهانو په وینا، د هیموګلوبین کموالی د کمزورۍ، ستړیا، سر درد، ساه لنډۍ او ګڼو نورو ستونزو لامل ګرځي.

سربېره پر دې د هیموګلوبینو کموالی د انیمیا ناروغي هم رامنځته کوي، خو که وګورو نو په میوو او سبزیجاتو کې داسې غذايي مواد شته، چې په مرسته یې په اسانۍ سره د هیموګلوبین کمښت پوره کولی شو.

ګوړه: ګوړه اوسپنه، مګنیزیم او پوتاشیم لري او د اوسپنې د پوره کولو سربیره ګوړه د معدې او حیض د درد په کمولو کې هم مرسته کوي.

پالک: پالک په اوسپنه او کلسیم بډایه دي، چې په مرسته یې د بدن د هیموګلوبینو اړتیا پوره کوي.

ویټامین سي: په خپل رژیم کې د ویټامین سي لرونکي خواړه شاملول بدن سره د اوسپنې په ښه جذبولو کې مرسته کوي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …