کورپاڼه / خبرونه / په نړیوال جام کې د افغان نولس کلنو لوبو نوی مهالویش اعلان شو
افغان نولس کلن

په نړیوال جام کې د افغان نولس کلنو لوبو نوی مهالویش اعلان شو

په نړیوال جام کې د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې لوبې د ویزو ستونزو په سبب یو څه زیانمنې شوې او نوی مهالویش یې اعلان کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې افغان لوبډلې لوبې چې په ۱۶، ۱۸ او ۲۰مه د جنورۍ مهالویش شوې وې، د ناوخته سفر له امله لومړۍ لوبه زیانمنه شوه او نوی نېټه ورته اعلان شوه.

د کرکټ نړیوالې شورا له دې وړاندې دا هم ویلي چې د افغان لوبډلې تمریناتي لوبې لغوه شوې، خو دا یې ویلي ول، چې موږ هڅه کوو چې د افغان لوبډلې لپاره بیا تمریناتي لوبې چمتو کړو څو نړیوال جام ته چمتو وي.

د افغانستان له نولس کلنو د کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه پیلېږي، چې افغان به پخپل ګروپ کې له پاپو نیوګیني، پاکستان او زمبابوې سره ولوبېږي.

د نوي مهالویش له مخې به افغان لوبډله د جنورۍ په ۱۸مه له پاپو نیوګیني، په ۲۰مه نېټه له پاکستان او په ۲۲مه له زمبابوې سره لوبې کوي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …