کورپاڼه / کرکټ / بنوکا راجاپکسا له (۱۱) ورځو تقاعد وروسته بېرته خپله پرېکړه واخیسته

بنوکا راجاپکسا له (۱۱) ورځو تقاعد وروسته بېرته خپله پرېکړه واخیسته

د سریلانکا کرکټ لوبډلې لوبډلې د ټاپ ارډر توپ وهونکي بنوکا راجاپکسا ۱۱ ورځې وړاندې په ناڅاپي ډول له کرکټ څخه استعفاء اعلان کړه، خو اوس خپله پرېکړه بېرته واخیسته.

راجاپکسا خپل کرکټ بورډ ته په لیکلي لیک کې له نړیوال کرکټ څخه د تقاعد اعلان کړی و او ویلي یې ول چې د کورنیو مسولیتونو په سبب یې دا پرېکړه کړې ده.

دیرش کلن بنوکا راجاپکسا د سریلانکا کرکټ بورډ ته په یوه لیک کې لیکلي، چې غواړي بېرته خپله استعفاء واخلي او هیله من دی چې په راتلونکي کلونو کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

د نوموړي د استعفاء په اړه ویل کېږي، چې نوموړي له کرکټ بورډ څخه غوښتي و چې د فیټنېس له سختو شرایطو یې معاف کړي او که داسې ونه کړي نو له نړیوال کرکټ څخه تقاعد به اخلي او همداسې یې وکړل.

خو اوس داسې معلومېږي چې د نوموړي او کرکټ بورډ ترمنځ څه جوړجاړی شوی دی. د ویلو ده چې راجاپکسا ټولې ۵ یوه ورځنۍ او ۱۸ شل اوریزې لوبې ترسره کړي، چې په ترتیب ۸۹ او ۳۲۰ منډې لري او په دې وروستیو کې د سریلانکا غوره توپ وهونکی هم شمېرل کېده.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …