کورپاڼه / تجارتي ليګونه / هوبارټ هوریکنز له په زړه پورې لوبې وروسته بریا خپله کړه

هوبارټ هوریکنز له په زړه پورې لوبې وروسته بریا خپله کړه

نن په بیګ باش لیګ کې ریلیي میرډیت ښه توپ اچونه وکړه، درې ویکټې یې ترلاسه کړې او میتیو وایډ ۸۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او بریا یې خپله کړه.

د بیګ باش لیګ ۴۵مه لوبه د سېډني ټینډر او هوبارټ هوریکنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې هوبارټ پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

هوبارټ هوریکنز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې، د دوی له لورې کلیب جیویل ۵۱ او میتیو وایډ ۸۳ ناسوځېدلې زیاتې منډې وکړې.

سېډني ټینډر له لورې ګریندر سن غوره توپ اچونه وکړه، هغه دوه لوبغاړي وسوځول او ورسره څنګ کې تنویر سانګا، محمد حسنین او دنیل سامس یوه-یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

سېډني ټینډر د ۱۷۸ منډو هدف په تعقیب د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۶۸ منډې وکړې او په ۹ منډو یې ماتې وخوړه.

د دوی له لورې ایلیکس هیلس ۳۸ او جیسن سانګا ۳۱ زیاتې منډې وکړې. د هوبارټ هوریکنز لخوا ریلي میرډټ او جوردن ټامپسن ۳-۳، سندیپ لمیچاني ۲ او ډي ارکی شارټ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …