کورپاڼه / کرکټ / پیټ کمینس: ټیسټ لوبډله پاکستان ته سفر کوي

پیټ کمینس: ټیسټ لوبډله پاکستان ته سفر کوي

د اسټرالیا د ټیسټ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر پیټ کمینس وايي، ډاډه دی چې د ټیسټ لوبډله به پاکستان ته د لوبو په موخه سفر وکړي.

هغه وویل، د دې سفر په اړه ښایي ډېر څه وشي، خو زه ورته خوشبین یم. هغه دا هم وویل چې د پاکستان کرکټ بورډ کارونه ښه دي او هر څه ښه روان دي.

د اسټرالیا د ټیسټ لوبو لوبډلمشر پیټ کمینس زیاته کړې، که ځینې لوبغاړي نه غواړي چې پاکستان ته لاړ شي، نو دا سمه ده.

ټاکل شوې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله به په مارچ میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي، خو د دې سفر لپاره ځینې لوبغاړي زړه نازړه دي او نه غواړي چې پاکستان ته لاړ شي.

له دې لوبغاړو څخه یو هم ګلین مکسویل دی، چې پر وینا یې په یاده موده کې غواړي استراحت وکړي. بلخوا میچل سټارک هم تېره ورځ د پاګستان د سفر په تړاو پوښتنې ته سم ځواب ونه وایه.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …