کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نن په بیګ باش کې د قیس احمد ورځ وه، هغه غوره توپ اچونه وکړه

نن په بیګ باش کې د قیس احمد ورځ وه، هغه غوره توپ اچونه وکړه

نن په بیګ باش لیګ کې د قیس احمد ورځ وه، هغه ۴ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او دوه ویکټې یې ترلاسه کړي، بله خوا ظاهر خان یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو لوبه د قیس احمد لوبډلې وګټله.

د بیګ باش لیګ ۴۶مه لوبه د میلبورن رینګیډز او میلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې رینګيډز پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

میلبورن رینګیډز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۲ منډې وکړې، د دوی له لورې جیک فراسیر ۳۲ او ارون فینچ ۴۵ زیاتې منډې وکړې.

میلبورن سټارز له لورې قیس غوره توپ اچونه وکړه، هغه ۴ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي وسوځول. دغه راز ادم زمپا او حارث رووف ۲-۲ او بریډي کوچ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

میلبورن سټارز د ۱۲۳ منډو د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۴.۳ اورونو کې پوره کړ او میلبورن رینګیډز ته یې په زړه پورې ماتې ورکړه.

د دوی له لورې ګلین مکسویل ۶۸ ناسوځېدلې زیاتې منډې وکړې. د میلبورن رینګیډز لخوا جوش لالور، ظاهر خان، کین ریچارډسن او کیمرون بوایسي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …