کورپاڼه / هنر او کلتور / ایمن خان: اداکارې دې واده وکړي که نه نو بیابه یې واده نه کېږي

ایمن خان: اداکارې دې واده وکړي که نه نو بیابه یې واده نه کېږي

مشهورې پاکستانۍ اداکارې ایمن خان د فلمي صنعت میرمنو ته د واده کولو په اړه خپل نظر څرګند کړ. نوموړې ویلي چې اداکارې باید ځکه ژر واده وکړي چې د هلکانو شمېر کمېږي.

پاکستانۍ اداکارې د مرکې پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، کله چې موقع پیدا شي نو واده دې وکړي، زه فکر کوم که چېرته د واده کولو کې ځنډ وکړئ، نو بیا به مو واده نه کېږي.

ایمن خان په فلمي صنعت کې د ناواده شوو اداکارانو بېلګې په ورکولو سره وویل، چې ډېرې داسې اداکارې شته چې لا یې هم واده نه دی کړی.

کوربه ترې وپوښتل چې که مېړه منیب یې په کومې بلې نجلۍ سره ونېول شي نو څه به کوې؟ ایمن ځواب ورکړ، چې هغه به یې په تومانچه له نجلۍ سره له منځه یوسي.

هغې اداکار فیروز خان او اداکارې سجل علي ته مشوره ورکړه چې دواړه اداکاران دې له نورو سره هم لېدنې وکړي، ځکه هغوی ډېر کم له نورو اداکارانو سره لېده کاته کوي.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …