کورپاڼه / کرکټ / ډیل سټین هم په ټیسټ کرکټ کې د فري هیټ غوښتنه وکړه

ډیل سټین هم په ټیسټ کرکټ کې د فري هیټ غوښتنه وکړه

د سویلي افریقا پخواني چټک توپ اچونکي ډیل سټین هم په ټیسټ کرکټ کې د فری هټ غوښتنه وکړه.

د معلوماتو له مخې، د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې نامتو چټک توپ اچونکي ډیل سټین د ټولنیزې رسنۍ په ویبپاڼه ټوېټر لیکلي چې په ټیسټ کرکټ کې هم باید نوبال ته فری هیټ ورکړل شي.

سټین د کرکټ له مینه والو څخه هم وپوښتل چې ستاسو په نظر که په ټیسټ کرکټ کې که یو توپ اچونکی نوبال وکړس نو آیا فري هیټ باید ورکړل شي. ایسپین کریک انفو هم ټویټ خپور کړی او لیکلي یې دي، په ټیسټ کرکټ کې فري هیټ؟

هغه زیاته کړه، تصور وکړئ چې سټیو سمېت د ټیسټ په وروستۍ ورځ نوبال کوي او په بل توپ د انډرسن د کلین بولډ کولو لپاره فري هیټ اچوي او د ټیسټ لوبې د ساتلو لپاره به ناټ اوټ پاتې کېدل مسخره وي.

د ویلو ده چې په شل اوریزه او پنځوس اوریز کرکټ کې د فري هیټ قانون شته او کله چې یو توپ اچونکی نوبال کوي نو اضافي توپ به کوي چې په هغې به له رن اوټ پرته بل اوټ نه ور کول کېږي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …