کورپاڼه / کرکټ / عثمان خواجه د ایشیز لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې لوبېږي

عثمان خواجه د ایشیز لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې لوبېږي

د ایشیز لوبلړۍ له څلورمې لوبې وروسته، چې په یاده لوبه کې عثمان خواجه دوه سلیزې ووهلې، د وروستۍ لوبې لپاره هم په لوبډله کې ځای جوړ کړ.

د معلوماتو له مخې، عثمان خواجه به د ایشیز لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې له ډیویډ وارنر او ټریوس هیډ سره په میډل ارډر کې ولوبېږي او مارکوس هاریس به له لوبډلې ډراپ شي.

بله خوا د توپ اچونې اړخ لاهم نه دی نهایي شوی او لوبډلمشر پیټ کمینس هم تاییدوي چې سکاټ بولېنډ به د پښتۍ د ټپ له امله د فیټنس ازموینه ورکړي، که بولېنډ نه وي نو ریچارډسن به یې پرځای ولوبېږي.

خو د عثمان خواجه په اړه، چې د ټریوس هیډ پرځای یوې لوبې ته لوبډله ته پورته شوی و، د غوراوي کمېټې انتخاب ګران شو او مجبور شول، چې مارکوس هاریس ورته کېنوي.

له دې وړاندې پیټ کمینس ویلي ول، چې د غوراوي کمېټې ته به سخته وي چې په یوه ټیسټ لوبه کې د دوو سلیزو وهونکی له لوبډلې کېنوي، چې همداسې وشول او عثمان خواجه چې د یوې لوبې لپاره لوبډلې ته راغلی و، بیاهم وساتل شو.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …