کورپاڼه / جالب / متقاعد ماین کشف کوونکی موږک مړ شو

متقاعد ماین کشف کوونکی موږک مړ شو

د میګاوا په نوم دغه موږک چې خپل ژوند یې د انسانانو د ژوند ژغورنې لپاره ځانګړی کړی و او ماینونه یې کشفول بالاخره له تقاعد شپږ میاشتې وروسته مړ شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، میګاوا پنځه کاله په کمبودیا کې د ماین کشف کوونکې په توګه دنده ترسره کړې او له هغې وروسته د ۲۰۲۱ کال په جون کې یې د تقاعد خبر ور کړل شو.

هغه مهال د میګاوا ساتونکی یا څښتن میلن له بي بي سي سره د خبرو پرمهال ویلي ول، که څه هم دا یو وړوکی موجود دی خو د ډېرو کسانو ژوند یې ژغورلی او په خوندي ډول یې خلکو ته د ډېرو ځمکو په ورکړه کې مرسته کړې.

میلن دا هم ویلي ول چې میګاوه خپله دنده او مسولیت په ښه ډول سره ادا کړ او ویاړ کوي چې اوږه په اوږه یې ورسره کار کړی دی.

میګاوا د خپل کیریر پرمهال په کمبودیا کې د یو اویا ماینونو ترڅنګ بې شمېره هغه مواد هم په ګوته کړي چې چاودنه رامنځته کوي. د اټکل له مخې ویل کېږي چې په دې هیواد کې شپږ میلونه ماینونه شتون لري.

میګاوا اته کلن و، که څه هم هغه د دې اوونۍ په پیل کې ښه و، خو ناڅاپه ناروغ او کمزوری او بالاخر مړ شو. دې موږک ته د خدمتونو له کبله د سرو زرو مډال هم ورکړل شوی و.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …