کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د هند او سویلي افریقا ترمنځ وروستۍ ټیسټ لوبه په زړه پورې مرحلې ته داخله شوه

د هند او سویلي افریقا ترمنځ وروستۍ ټیسټ لوبه په زړه پورې مرحلې ته داخله شوه

د هند او سویلي افریقا ترمنځ د دریو ټیسټ لوبو په دریمه او وروستۍ لوبه کې د دریمې ورځې تر پایه سویلي افریقا په ۸ په ویکټو ۱۱۱ منډو ته اړتیا لري.

دا لوبه د سویلي افریقا په کوربتوب په کیپ ټاون کې روانه ده، د لوبې په پیل کې هند لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۷۷.۳ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۲۳ منډې یې وکړې. د دوی ویرات کوهلي ۷۹ او چیتشور پوجارا ۴۳ زیاتې منډې وکړې. د سویلي افریقا لخوا کاګیسو رباډا ۴، مارکو جانسن ۳، ډوین اولیور، لانګي نیګډي او کیشو مهاراج ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

سویلي افریقا د هند ۲۲۳ منډو په ځواب کې ۷۶.۳ اورونه ولوبول، ټولې ویکټې یې له لاسه ورکړې، ۲۱۰ منډې یې وکړې او ۱۳ منډې باقي شو. د دوی له لورې کیګسن پیټرسن ۷۲ او تمبا بواما ۲۸ زیاتې منډې وکړې. د هند لپاره جسپریټ بومرا ۵، اومیش یادیو او محمد شامي ۲-۲ او شردل ټاکور ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

هند لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې ۶۷.۳ اورونه ولوبول، ټولې ویکټې یې له لاسه ورکړې، چې ویرات کوهلي ۲۹ او ریشب پینټ ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. د سویلي افریقا لخوا مارکو جانسن ۴، کاګیسو رباډا او لانګي نیګډي ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې.

سویلي افریقا د ۲۱۲ منډو هدف په تعقیب د دریمې ورځې تر پایه ۲۹.۴ اورونه لوبولي، دوه ویکټې یې تللي، چې ایدین مارکرام په ۱۶ او دیان ایلګر په ۳۰ منډو سوځېدلي دي.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …