کورپاڼه / تجارتي ليګونه / که د کورونا پېښې زیاتې شي، نو د آی پي اېل سیالۍ به چېرته ترسره کېږي؟

که د کورونا پېښې زیاتې شي، نو د آی پي اېل سیالۍ به چېرته ترسره کېږي؟

د هند کرکټ بورډ پام کې لري چې د کورونا وایروس مخ په زیاتیدونکي خپریدو په سبب د (آی پي اېل) سیالیو لپاره دویم پلان باندې کار وکړي.

د انډین اکسپریس د راپور له مخې، که د اپریل تر میاشتې پورې د کورونا پیښې زیاتې شي، نو د آی پي ایل پنځلسم پړاو سیالۍ به په سویلي افریقا یا سریلانکا کې ترسره شي.

په هند کې د کورونا وایروس د زیاتو پېښو په سبب د آی پي اېل وروستي دوه پړاوونو په متحده عربي اماراتو کې ترسره شول، چې د ۲۰۲۱ کال سیالۍ نیمایي په هند کې او پاتې یې په اماراتو کې وشوې او نړیوال شل اوریز جام هم هند کېده چې بیا اماراتو کې ترسره شو.

د انډین ایکسپریس د راپور له مخې، د هند کرکټ بورډ یوه چارواکي ویلي، موږ تل یوازې په متحده اماراتو تکیه نشو کولی، باید د نورو انتخابونو په لټه کې شو. د سویلي افریقا او هند ترمنځ د وخت توپیر به هم د لوبغاړو او د کرکټ مینه والو ته مناسب وي.

راپور زیاتوي، چې په دویم پلان کې تر ډېره امکان شته چې آی پي اېل پنځلسم پړاو سویلي افریقا کې ترسره شي. بل لوري ته سریلانکا تېر کال هم د یادو سیالیو لپاره وړاندیز کړی و او د لنکا لیګ یې هم په ښه ډول ترسره کړ، نو د سویلي افریقا وروسته سریلانکا دویم انتخاب وي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …