کورپاڼه / ريکارډونه / د ټیسټ کرکټ په ۱۴۵ کلن تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ شو

د ټیسټ کرکټ په ۱۴۵ کلن تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ شو

د هند او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ په روانه ټیسټ لوبه کې یو ډېر په زړه پوری ریکارډ جوړ شو، چې په دې سره د ټیسټ کرکټ په ۱۴۵ کلن تاریخ کې نوی ریکارډ شو.

د هند پر وړاندې سویلي افریقا په کیپ ټاون کې د ټیسټ لوبلړۍ په وروستۍ لوبه په دوو ورځو کې د اتو ویکټو پر مټ ۱۱۱ منډو ته اړتیا لري.

خو جالبه دا ده چې دې ټیسټ لوبې یو بې ساری ریکارډ جوړ کړ، یعنې یو داسې ریکارډ چې د ټیسټ کرکټ په ۱۴۵ کلن تاریخ کې نه دی جوړ شوی.

او هغه دا چې د هند لوبډلې ټول لوبغاړي په دواړو پاڼیو کې په کیچ سره وسوځېدل او دا لومړی ځل دی چې یوه لوبډله په دواړو پاڼیو کې په کیچ سره سوځېږي، یعنې شل واړه ویکټې یې په کیچ سره سوځېږي.

تر دې مخکې ۵ د یوې لوبډلې ۱۹ ویکټې او ۲۵ ځلې ۱۸ ویکټې په کیچ سره سوځېدلې وې.

دا هم ولولئ

بنګله دېش د افغانستان پر وړاندې غوره ریکارډ جوړ کړ

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې، چې تېره …