کورپاڼه / کرکټ / جو روټ له پرلپسې ماتو وروسته بیاهم په مشر روزونکي بشپړ باور لري

جو روټ له پرلپسې ماتو وروسته بیاهم په مشر روزونکي بشپړ باور لري

د انګلستان ټیسټ کرکټر او لوبډلمشر جو روټ د ایشیز لوبلړۍ له بایللو سره-سره بیاهم د خپلې لوبډلې په اوسني مشر روزونکي پوره باور څرګند کړی دی.

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډله دا مهال د اسټرالیا په سفر ده او سبا جمعه به د ایشیز لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې له اسټرالیا سره میدان ته ښکته شي.

د انګلستان لوبډلې مشر روزونکي سلور ووډ ایشیز لوبلړۍ په څلورمه ټیسټ لوبه کې، چې د کورونا له امله کرنتین و، ګډون ونه کړ.

کله چې جو روټ د مشر روزونکي کریس سلور ووډ د بدلون په اړه وپوښتل شو، نو هغه ورتع وویل چې هغه به پر خپل ځای پاتې شي او دا هغه څه دي چې زه یې غواړم.

هغه زیاته کړه چې تېره اوونۍ مشر روزنکي له یو څو لوبغاړو سره ښه وخت تېر، خو دا د لوبې برخه ده. هغه دا هم وویل، زموږ د لوبډلې کارکردګي د ایشیز لړۍ په لومړیو دریو لوبو کې خورا خرابه وه. زما په ګډون نورو لوبغاړو روزونکی او لوبه یوځای ښکته یوړه.

جو روټ همدغه راز وويل، موږ د کرکټ په هغه معيار لوبه نه ده کړې، چې موږ يې وړتيا لرو او روزونکي راته لارښوونه کړې وه.

د ویلو وړ ده چې ۲۰۲۱ کال د انګلستان لوبډلې لپاره د یوه وېرونکي خوب په څېر و، په تېر کال انګلستان ۹ ټیسټ لوبې بایللې، چې د ایشیز لړۍ کې یې ناکامۍ تر ټولو لویه ناکامي ده.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …