کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د زخل سپوږمۍ د کنګل شوې سطحې لاندې یو سمندر پټ دی

د زخل سپوږمۍ د کنګل شوې سطحې لاندې یو سمندر پټ دی

د زحل سپوږمۍ په شل کیلومتره یخ پوښلې ده، خو اوس ستورپوهان په دې باور دي چې د سپوږمۍ د کنګل شوې سطحې لاندې یو سمندر پټ دی.

د زخل د لویو سپوږمیو څخه د میماس قطر ۲۴۶ میله دی او دا تر ټولو کوچنی آسماني څیز دی، چې د خپلې جاذبې له امله ګرد یا ګول دی.

د کارپوهانو په اند، د سپوږمۍ د انځورونو او مشاهدو په ليدلو سره هلته د منجمد شویو اوبو کومه نښه نشته. خو په کولوراډو کې د سویل لویدیځ څیړنیز انسټیټیوټ په وینا، هلته د کنګل لاندې ژور سمندر شتون لري.

په ۲۰۱۴ کې د ناسا لخوا دې ته اشاره شوې وه چې هلته ښایي د کنګل سطحې لاندې یو څه اوبه وي خو لاهم تایید شوې نه ده. په نوې څیړنه کې، د سپوږمۍ اندازه وڅیړل شوه او د یوې کوچنۍ سپوږمۍ د جوړیدو وړاندوینه یې وکړه، څو معلومه کړي چې آیا د هغې داخلي تودوخه به د اوبو جذبولو لپاره بسنه وکړي.

د زخل د میماس سپوږمۍ ټول مساحت د هسپانیې له مساحت څخه لږ څه کمه ده. ستور پیژندونکي داسې هیڅ شواند نلري چې هلته دې د یخ ماتیدنې یا ویلي کیدنې او پټ سمندر اوسي.

دا هم ولولئ

وټساپ د خپلو کاروونکو لویه ستونزه حل کړه؛ ډېر په زړه پورری اپشن رامنځته کوي

د پیغام رسونې تر ټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ په یو داسې اپشن کار پیل کړی، …