کورپاڼه / بېلا بېل / ولې زیاتره ماشومان د شپې زېږون کوي؟

ولې زیاتره ماشومان د شپې زېږون کوي؟

د څېړنیزو معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې یو زیات شمېر ماشومان د شپې زېږېدلي دي، چې دې چارې ډېرې پوښتنې را ولاړې کړي دي.

د ماشومان د شپې زیږون دا پوښتنه را پورته کړې چې ولې د زیږون وخت د شپې دی؟ ساینس دې پوښتنې ته روښانه ځواب نلري، خو دا پروسه لاهم په تیرو تجربو او میتودونو پورې تړلې ده.

ساينسپوهان وايي، پخوا به د ورځې په اوږدو کې خلکو ترمنځ اړیکه لرل ډېر ستونزمن و، نو په شپه کې به يې د ماشوم زېږون ډاډمن کاوه، یعنې هڅه به یې دا وه چې د شپې ماشوم وزېږوي، څو د قبايلو او د کورنۍ نور غړي یې مرستې ته حاضر شي.

د ساینس پوهانو په وینا، له هغه وخت راهیسې د انسان په بدن کې ځینې داسې بدلونونه راغلي، چې له هغې وروسته اوس اکثره ماشومان د شپې زېږېږي.

په دې لړ کې کارپوهانو یوه بله تیوري هم وړاندې کړې او دا چاره یې په هورمون پورې تړلې. دوی وایي یو نورمال ماشوم د شپې زېږون کوي او په عملیاتو پیدا کېدونکی د ورځې پیدا کېږي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …