کورپاڼه / بېلا بېل / آیا ستاسو ماشومان هم د سر له سپږو په عذاب دي؟

آیا ستاسو ماشومان هم د سر له سپږو په عذاب دي؟

سپږې نه یوازې ماشومان نا آرامه کوي، بلکې پر روغتیا یې اغېزې هم کوي او ترڅنګ د ښکلا په برخه کې د هغوی شخصیت هم تر ثاتیر لاندې راولي او په دې ډول د کمترۍ احساس کوي او بله خبره دا چې ماشوم د خوب له ستونزو سره هم مخ کوي.

که څه هم په بازار کې د سپږو او د هګیو د له منځه وړلو لپاره ډېر درمل شته، خو که له کورنیو نسخو ورته کار واخلو نو ښایي زیات ګټور تمام شي.

۱- د سر د سپږو لپاره د ریحان یا کشمالي پاڼې وټکوئ او کریم ترې جوړې کړئ او بیا یې د شپې پرمهال پر سر ووهئ، ټوټه به ترې تاو کړئ او وېده به شئ او بیابه د پاڼو له ډنډر ترلاسه شویو اوبو کې د بکیاڼې پاڼې وایشوئ او پر هغې اوبو به سر ووینځئ.

۲- له ډېرو پخوا زمانو راهیسې د زیتونو او کوپرې تېل د سپږو د ختمولو لپاره استعمالېږي او هغه طریقه اوس هم اغېزمنه ده، که تاسو هم سپږې لرئ نو له هرو څلورو ورځو وروسته د کوپرې او زیتونو په تېلو سر مالش او بیا ږمنځ کړئ.

۳- درې کاچوغې د بکیاڼې د پاڼو اوبه او یوه کاچوغه مالګه به په یوه پیاله کې ښه سره ګډ کړئ او بیابه هغه په ښه ډول په سر ووهئ او له دیرش دقیقو وروسته به یې ووینځئ او په اوونۍ کې به یو ځل دا چاره ترسره کړئ.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …