کورپاڼه / هنر او کلتور / کترینه کیف د لومړي ځل لپاره له خپل مېړه ویکي کوشل سره یوځای په سینما راښکاره کېږي

کترینه کیف د لومړي ځل لپاره له خپل مېړه ویکي کوشل سره یوځای په سینما راښکاره کېږي

د بالیووډ تر ټولو مشهورې او نوې جوړې کترینه کیف او ویکي کوشل، چې تېره میاشت یې واده وکړ، اوس چمتو دي چې دواړه یوځای د سینما په پرده راڅرګند شي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، ویکي د فرحان اختر په فلم (جي لي زره) کې د کترینه ترڅنګ ویکي کوشل هم کاسټ شوی دی، چې په نورو کاسټ شویو اداکارانو کې پریانکا چوپړا او عالیه بټ هم شامل دي.

مینه وال د لومړي ځل لپاره په سینما د کټرینه کیف او ویکي کوشل یوځای لېدو ته سخت لیواله دي او د رسمي اعلان په تمه دي چې دوی به کله یوځای کار کوي او پر سینما به راښکاره کېږي.

د يادونې وړ ده، چې د تېر کال د دسمبر په نهمه نېټه کټرينه کيف او ويکي کوشل په مغولي او شاهي انداز سره واده وکړ، چې په مراسمو کې یې يوازې کورنۍ نږدې غړي او ملګري شامل وو.

دا واده د بالیووډ په صنعت کې تر ټولو غوره او یادګار واده ثابت شو. دا جوړه له واده وروسته د ممبۍ په جوهو کې په یوه عصري کور کې ژوند کوي.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …