کورپاڼه / جالب / له دندې ستړی شخص په حیرانوونکې ډول شتمن شو

له دندې ستړی شخص په حیرانوونکې ډول شتمن شو

یو زیات شمېر خلک له خپلې دندې راضي نه وي، خو دوی بیاهم تر فشار لاندې خپلې دندې ته دوام ورکوي او د فرصت په صورت کې بل ځای غوره کوي.

خو یوه بهرني وګړي د خپلې ستړې کوونکې دندې له امله د شرکت پر ضد قضیه وګټله او د شرکت لخوا یې ۴۰ زره یورو ترلاسه کړې.

د راپور له مخې، فریډریک ډیسنارډ په ۲۰۱۶ کال کې د عطرو د یوه شرکت پر ضد قضیه ثبت کړې وه او ادعا یې کړې وه چې هغه په ​​خپل شرکت کې د ۹۰ زره کلنۍ عاید په لرلو سره له خپلې دندې ستړی شوی او د ۴۰۰ زره ډالرو عاید غوښتنه یې کړې وه.

څلور کاله وروسته نوموړي دا قضیه وګټله او تر څنګ یې ۴۰ زره یورو هم ترلاسه کړې. راپور زیاتوي، د پروفایل له بدلون وروسته ډیسنارډ یوازې د یاد شرکت د رییس لپاره کار کاوه او وروسته د موټر د ټکر له امله د اوو میاشتو لپاره رخصت شو.

د ډیسنارډ وکیل ادعا وکړه چې هغه د موټر چلولو پرمهال د (بور آوټ) له امله د مرګي په ناروغۍ اخته شوی و او دا چاره د پېښې لامل شوه، له هغې وروسته محکمې د هغه په حق کې پرېکړه وکړه او شرکت ته یې امر وکړ، چې هغه ته دې ۴۰ زره یورو جریمه ورکړي.

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …