تېره ورځ د هند او سویلي افریقا ترمنځ د دریمې ټیسټ لوبې په دریمه ورځ هند لوبډلې له اوږدې ملګرتیا وروسته د سویلي افریقا د تکړه توپ وهونکي ایلګر ویکټ په اېل بي ډبلیو ترلاسه کړه.
خو ایلګر د لوبڅار له پرېکړې خوښ نه و او د ریویو غوښتنه یې وکړه، چې په ریویو کې په حیرانوونکې توګه توپ له ویکټو پورته و او ایلګر ناسوځېدلی وګڼل شو.
د ریویو له کتلو وروسته لوبڅار ایراسموس، توپ اچونکي رویچندران اشوین، لوبډلمشر ویرات کوهلي او مرستیال لوبډلمشر لوکیش راهول سخت غبرګونونه ښکاره کړل.
لوبڅار ایراسموس ریویو ته په حیرانوونکې توګه غبرګون وښود او ویې ویل چې دا هیڅ امکان لري. ویرات کوهلي وویل چې یوازې پر مقابلې لوبډلې نه، بلکې په خپلې لوبډلې هم پام کوئ.
رویچندران اشوین وویل، دا به غوره وي چې د بریا لپاره بله لار پیدا کړئ او لوکیش راهول بیا وویل، د سویلي افریقا ټول هېواد د هند د یوولس لوبغاړو پر وړاندې لوبېږي.