کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ایرلېنډ له یوې په زړه پورې لوبې وروسته ویسټ انډیز په ګونډو کړ

ایرلېنډ له یوې په زړه پورې لوبې وروسته ویسټ انډیز په ګونډو کړ

د ایرلېنډ او ویسټ انډیز ترمنځ د درېیو یوه ورځنیو لوبو په دویمه لوبه کې ایرلېنډ له یوې په زړه پورې لوبې وروسته بریا خپله کړه.

دا لوبې د کرکټ نړیوالې شورا ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د لار موندلو لپاره د سوپر لیګ سیالۍ دي او په ویسټ انډیز کې ترسره کېږي. د لوبې په پیل کې ایرلېنډ پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

ویسټ انډیز په ټاکلو ۴۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۹ منډې وکړې، د دوی لورې شمراه بروکس ۴۳، رومایرو شیفرډ ۵۰ او اودین سمیت ۴۶ منډې وکړې.

د ایرلېنډ لپاره اندي میکبرین غوره توپ اچونه وکړه، هغه ۴ ویکټې ترلاسه کړې. همدا راز کریګ ینګ ۳، جوش لیټل ۲ او جورج ډکریل ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

ایرلېنډ د ډي ایل میتود په مرسته د ۱۶۸ منډو هدف د پنځه لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او ویسټ انډیز ته یې په پنځه ویکټو ماتې ورکړه. د دوی له لوري هیري ټیکټور ۵۴ او اندي میکبرین ۳۵ منډې وکړې.

ویسټ انډیز ته عقیل حسین ښه توپ اچونه وکړه، هغه ۲ ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز کیرون پولارډ، رومایرو شیفرډ او روسټن چیس ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. له دې وړاندې لومړۍ لوبه ویسټ انډیز ګټلې وه.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …