کورپاڼه / خبرونه / راشد خان او محمد نبي د بیګ باش لیګ پرېښود او قطر ته روان شول

راشد خان او محمد نبي د بیګ باش لیګ پرېښود او قطر ته روان شول

د افغانستان کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر محمد نبي او مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د اسټرالیا بیګ باش سیالۍ پرېښودې او قطر ته روان شول.

د معلومات له مخې، دوی پرون د بیګ باش لیګ پرېښی او نن د اډلیډ سټرایکرز لوبډلې سره راشد خان نه و، له همدې معلومېږي چې دوی له ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه قطر ته روان شوي دي.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله به په راتلونکې اوونۍ، یعنې د جنورۍ په ۲۱، ۲۳ او ۲۵مه نېټه یوه ورځنۍ سیالۍ پخپل کوربتوب په قطر کې ترسره کړي.

د ویلو ده چې افغان لوبډله بوخت مهالویش لري او له هالېنډ سره له لوبو وروسته به له زمبابوې سره درې یوه ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي، خو دا سیالۍ یو څه شکمنې ځکه دي چې زمبابوې کې د کورونا وایروس له امله یې ترسره کېدل تر پوښتنې لاندې دي.

له هغې وروسته به افغان لوبډله بنګله دېش ته سفر ولري او هلته به د فبرورۍ په وروستۍ اوونیو کې درې یوه ورځنۍ او د مارچ په سر کې دوه شل اوریزې لوبې ولري.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …