کورپاڼه / تجارتي ليګونه / فواد احمد د راشد خان تشه ډکه کړه او بریا یې خپله کړه

فواد احمد د راشد خان تشه ډکه کړه او بریا یې خپله کړه

نن په بیګ باش لیګ کې د راشد خان تشه د هغوی د لوبډلې د یو توپ اچونکي فواد احمد لخوا ډکه شوه، هغه درې ویکټې ترلاسه کړې او لوبډلې یې بریا خپله.

د بیګ باش لیګ ۴۷مه لوبه د اډلیډ سټرایکرز او پرت سکاچرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې اډلیډ پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

پرت سکاچرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې وکړې، د دوی له لورې کریټس پیټرسن ۲۵، لیرو ایونس ۳۹ او اشټون ټرینر ۲۸ زیاتې منډې وکړې.

اډلیډ سټرایکرز له لورې فواد احمد غوره توپ اچونه وکړه، هغه ۳ لوبغاړي وسوځول. دغه راز ادم هینري ټرینټن ۲ او میتیو شارټ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

اډلیډ سټرایکرز د ۱۲۸ منډو هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۷ اورونو کې پوره کړ او پرت سکاچرز ته یې په زړه پورې ماتې ورکړه.

د دوی له لورې میتیو شارټ ۳۴، هینري هانټ ۲۷ او این کوکبین ۳۵ ناسوځېدلې زیاتې منډې وکړې. د پرت سکاچرز لخوا ارون هارډي درې او پیټر هیتزوګلو یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …