کورپاڼه / خبرونه / د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې د نړیوالې جام ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه خپرېږي
افغان نولس کلن ۱

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې د نړیوالې جام ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه خپرېږي

د افغانستان له نولس کلنو د کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه یعنې نن پیلېږي، چې افغان به پخپل ګروپ کې له پاپو نیوګیني، پاکستان او زمبابوې سره ولوبېږي.

که څه هم افغان لوبډله دې سیالیو ته یو څه ناوخته ورسېده او د تمریناتي لوبو د لغوه کېدو ترڅنګ یې د نړیوال جام لوبې هم اغېزمنې شوې او د کرکټ نړیوالې شورا ورته نوی مهالویش جوړ کړ.

د نوي مهالویش له مخې به افغان لوبډله د جنورۍ په ۱۸مه له پاپو نیوګیني، په ۲۰مه نېټه له پاکستان او په ۲۲مه له زمبابوې سره لوبې کوي. یعنې له زمبابوې سره لوبه چې په ۱۶مه مهالویش شوې وه، اوس په ۲۲مه ترسره کېږي.

د دې سیالیو په اړه ویل کېدل چې ټولې لوبې په تلویزون نه ښودل کېږي او د افغانستان له لوبو به له پاکستان لوبه په تلویزون وښودل شي، خو اوس د (آی سي سي تلویزون) د دې لوبو د خپراوي ټټر وهلی او د نړیوال جام ۴۸ واړه لوبې به په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.

که څه هم د نړیوالې شورا په نوملړ کې د افغانستان د کوم تلویزون نوم نشته، خو له کرکټ بورډ سره د تړون له مخې ښایي ملي سپورټ دا لوبې خپرې کړي، کنه وطن تلویزون به هم دا سیالۍ خپرې کړي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …