کورپاڼه / کرکټ / راشد خان انګلستاني لوبغاړي سام بیلینګس ته مبارکي ور کړې

راشد خان انګلستاني لوبغاړي سام بیلینګس ته مبارکي ور کړې

د ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د انګلستان کرکټ لوبډلې ویکټ ساتونکي توپ وهونکي سام بیلینګس ته په لومړۍ ټیسټ لوبه کې د لوبېدو مبارکي ورکړې.

د ویلو ده چې سام بیلینګس د جوس بټلر پرځای د ایشیز تاریخي لوبلړۍ د وروستۍ لوبې لپاره د انګلستان لوبډلې یوولس لوبډله کې شامل شوی او لوبېږي.

راشد خان په ټویټر سام بیلینګس ته مبارکي ورکړې او لیکلي یې دي:((د لومړۍ ټیسټ لوبې مبارکي درته وایم، ستاسو لپاره خوښ یم او نیکې هیلې څرګندوم.))

جوس بټلر په سېډني کې د څلورمې ټېسټ لوبې په لومړي پاڼۍ کې د اسټرالیا پر وړاندې ټپي شوی و او په دویمه پاڼۍ کې اولي پاپ د وېکټ ساتنې دنده پر غاړه اخیستې وه.

سام بیلینګس په ټوله ۷۰۰یمه لوبغاړی چې د انګلستان لپاره ټیسټ لوبه کوي، هغه چې ۲۵ یوه ورځنۍ او ۳۳ شل اوریزې لوبې ترسره کړي، داسې ښکاري چې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه به وکړي او د ویکټ ساتونکي دنده به په غاړه واخلي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …