کورپاڼه / خپلواک / د اصغر افغان ٣٢مه کليزه په کرکټ بورډ کې ولمانځل شوه
اصغر افغان کليزه

د اصغر افغان ٣٢مه کليزه په کرکټ بورډ کې ولمانځل شوه

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان ٣٢مه کليزه نن په کرکټ بورډ کې لمانځل شوې ده، چې د کرکټ بورډ ادارې مسوولينو او ملي لوبغاړو پکې ګډون کړى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په فېسبوکپاڼه دغه انځورونه خپاره شوي دي او اصغر افغان ته د ٣٢مې کليزې مبارکي هم ويل شوې ده. په دغه انځورونو کې د کرکټ بورډ چيرمېن په خپله نشته، خو له اصغر افغان سره د کرکټ بورډ د نورو کسانو تر څنګ ګلبدين نايب او رحمت شاه هم ښکاري.

د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي: ((افغان لوبډلمشر اصغر افغان ته دې د زوکړې ۳۲مه کلیزه مبارک وي.

د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان نن ۳۲ کلن شو. نوموړي ته د الله متعال له درباره د اوږد او له خوښیو د ډک عمر غوښتونکی یم او په راتلونکي کې ورته د لا ډېرو بریاو او لاسته راوړنو هیله کوم.))

د يادولو ده چې اصغر افغان تېرو ورځو کې دويم ځل د ملي لوبډلې د درې واړه فارمېټونو لوبډلمشر وټاکل شو. تر دې مخکې اصغر افغان د ملي لوبډلې څلور کاله لوبډلمشر و، چې د ٢٠١٩ نړيوال جام نه مخکې له لوبډلمشرۍ ليرې او پر ځاى يې ګلبدين نايب لوبډلمشر شو، خو له نړيوال جام وروسته ګلبدين نايب له لوبډلمشرۍ ليرې او پر ځاى يې راشد خان لوبډلمشر او اصغر افغان يې مرستيال لوبډلمشر وټاکل شو.

خو د ويسټ انډيز سره د درې يو ورځنيو، درې شل اوريزو او يوازينۍ ټېسټ لوبې نه وروسته څو ورځې مخکې کرکټ بورډ اصغر افغان لوبډلمشر وټاکه او راشد خان يې د هغه مرستيال لوبډلمشر وټاکه.

اصغر افغان چې ٣٢ کلن شو، هغه مډل ارډر بيټسمېن دى، چې د افغانستان لپاره يې په ٤ ټېسټ سياليو، ١١١ يو ورځنيو او ٦٦ شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

اصغر افغان په ټېسټ لوبو کې ٢٤٩ منډې، په يو ورځنيو لوبو کې ٢٣٥٦ منډې او په شل اوريزو لوبو کې ١١٦٧ منډې ترلاسه کړي دي. په ټېسټ کې يې ٩٢، په يو ورځنيو کې ١٠١ او په شل اوريزو کې ٦٢ زياتې منډې دي چې په يوه يوه پاڼۍ کې يې ترسره کړي دي.

په ټېسټ سياليو کې د اصغر افغان اوسط ٣٥.٥٧ دى، په يو ورځنيو سياليو کې يې اوسط ٢٤.٥٤ دى او په شل اوريزو لوبو کې يې بيا ٢٠.٨٣ اوسط او ١٠٥.٨٩ سټرايک رېټ دى.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …