کورپاڼه / کرکټ / ګوتم ګمبیر د ویرات کوهلي چلند ماشومانه ګڼلی

ګوتم ګمبیر د ویرات کوهلي چلند ماشومانه ګڼلی

د هند کرکټ لوبډلې پخواني کرکټر ګوتم ګمبیر په ویرات کوهلي نېوکې کړي، هغه یې وغانده او چلند یې د ماشومانو وګاڼه.

پرون د هند او سویلي افریقا ترمنځ په دریمه ټیسټ لوبه کې د هند احتمالي ماتې په میدان کې هندي لوبغاړي له کنتروله ویستل او خپله غوسه یې د ریویو په سیستم سړه کړه.

د پاڼۍ په ۲۱م اوور کې د رويچندران اشوین په بال د سویلي افریقا لوبډلمشر ډین ایلګر ایل بی ډبلیو اوټ اعلان شو، خو کله چې ایلګر ریویو واخیست نو لوبڅار خپله پرېکړه واخیست ځکه توپ له ویکټو لوړ تېرېده.

چې په همدې هندي لوبغاړو په لوبڅارانو او ریویو سیستم سختې نېوکې وکړې. د ویرات کوهلي په دې چلند مینه وال سخت خپه دي، خو ګوتم ګمبیر وایي چې ویرات کوهلي په دې ډول چلند د ځوانانو نشي جوړېدای.

هغه وويل، چې په لومړۍ پاڼۍ کې هم د ويکټ تر شا پر کيچ لوبه پنځوس-پنځوس سلنه وه، خو د توپ اچونکي له غوښتنې سره سره بیاهم چپ پاتې شو.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …